بشری حقونه: له زده کړو نه د محرمو ماشومانو په اړه دی اقدام وشی

گزارشگر:دو شنبه 10 عقرب 1395 - ۰۹ عقرب ۱۳۹۵

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې له ښوونځیو څخه د میلیونو ماشومانو لیرې والی د اندېښنې وړ بولی او په دې برخه کې د جدی اقداماتو غوښتنه کوی.
یاد کمېسیون وایی، تعلیم د ماشومانو اساسی حق دی او ټولې اړوندې ملی او نړیوالې ادارې دې د خپل مسؤولیت له مخې په افغانستان کې له تعلیم mandegar-3څخه د محرومو میلیونونو ماشومانو برخلیک ته جدی پاملرنه وکړی، ترڅو په هېواد کې د دغه ناورین مخه ونیول شی.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د نړېوالو د ډېرو مرستو سره سره لا هم په افغانستان کې ماشومانو ته د زده کړو مناسب شرایط نه دی اماده شوی.
ښاغلی بېدار زیاته کړه:
“د تعلیم حق د کوچنیانو لپاره یو اساسی حق دی او د دې حق ضایع کول او د ستونزو سره مخ کېدل، د اساسی حق نه د ماشومانو محروم کېدل، موږ په دې باندې خواشینی یو چې وروسته له پنځلسو کالو نه چې ډېرې پیسې افغانستان ته راغلې او د نړېوالو توجه هم وه، ولې بیا هم افغان ماشومانو ته د زده کړو لومړنی شرایط هم مساعد نه شول.”
ښاغلی بېدار د تعلیم څخه د ماشومانو لیرې والی یو شمېر نور لاملونه ناامنی، بې وزلی او لوږه ګڼی.
د افغانستان د پوهنې وزارت مرستیال ابراهیم شینواری د شنبې په ورځ «د معارف بدلون د افغانستان بدلون» په نوم ناسته کې وویل چې په افغانستان کې ۳.۵میلونه ماشومان له تعلیم څخه بې برخې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخی د خپل سل ورځنی کاری پلان د تشریح کولو پرمهال ویلی و چې په لږه موده کې به د یوې سروې له لارې له زده کړو څخه د لیرې پاتې شویو ماشومانو، سیمې او ښوونځیو ته یې د نه تګ لاملونه معلوم او هواری ته به یې تدابیر ونیول شی.
بل خوا په ولسی جرګه کې د پروان ولایت د خلکو استازی عبدالستار خواصی په دې برخه کې د پوهنې وزارت ګرم ګڼی او د جدی هڅو غوښتنه کوی.
نوموړی زیاته کړه:
“زه په دې برخه کې د معارف وزارت ډېر ګرم ګڼم نسبت نورو قضایاوو ته او که چېرې د دې مخه ونه نیول شی او دا بچیان بې تعلیم پاتې شی، نو په وطن کې به جنګونه همداسې دوام وکړی، همداسې به بهران وی.”
خو د افغانستان د پوهنې وزارت بیا وایی چې له تعلیم څخه د ماشومانو لیرې والی لامل د دوی بې کفایتی نه، بلکې ناسم شرایط دی چې میلیونونه ماشومان یې له تعلیم څخه بې برخې کړی دی.
د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل وویل:
“یو څه چې زه یې په ښکاره ټوکو کې ووایم هغه دا دی چې یاد ماشومان د پوهنې وزارت د بې کفایتۍ او نا کار کردګۍ له وجې له زده کړو نه دی محروم بلکې دوی په هغو سیمو کې محروم دی چې هلته جګړې دی، یا هلته محرومۍ دی چې هلته نېونې دی، وژنې دی او تښتونې دی چې او شرایطو په خلکو ژوند تریخ کړی دی.”
ښاغلی حقمل په هېواد کې له تعلیم څخه د ماشومانو بې برخې کېدل نا امنیو او ناوړه اقتصادی شرایطو پورې تړلی ګڼی.
هغه وایی، که چېرې په هېواد کې نا امنی پای ومومی او د خلکو اقتصادی ستونزې حل شی نو په هېواد کې به هیڅ څوک هم له تعلیم څخه بې برخې پاتې نشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.